سعديه

Afghan Witness

< 1 min read

CIR

CIR 's photo

یو پخوانی څارنوال په خپل کور کې د یو زنداني په څیر احساس کوي.

سعدیه چې اصلي نوم یې نه دی، په کابل کې زیږیدلی او لوی شوی دی، د طالبانو تر واک ته رسیدو دمخه هغې د مدافع وکیل په توګه شه دنده درلوده، د کورني تاوتریخوالی د قربانیانو ښځو په اړه قضیې اداره كي کول، له دې نه وروسته هغې د څارنوال په توګه کار وکړ، چیرې چې هغې د لوړ پوړو امنیتي او سیاسي قضیو سره معامله وکړه.

سعدیه خپله کیسه او ناهیلي له افغان وتنس سره شریکوي، ځکه چې د طالبانو له بیا څرګنديدو سره هغه نور نشي کولی کار ته لاړه شي، له طالبانو مخکې ژوند ډېر ښه روان وه زه هره ورځ په لیوالتیا سره کار ته تلم، هغه وايي د طالبانو له راتګ وروسته زه او زما نورې ښځینه همکارانې په خپلو کورونو کې بندیانې شوې او عاید مو له لاسه ورکړ.

سعدیه افغان وتنس ته وویل چې د طالبانو له راستنیدو وروسته، هغه او نورې ښځینه همکارانې په لومړي سر کې د دوی د کار ځای ته د چیک ان لپاره تللې وې، خو هر ځل طالب چارواکو دوی ته مخه کړې او ویل به یې چې دوی باید د ښځو او نارینه وو دفترونه سره جلا کړي، دوی به بیرته کار ته راوبلل شي کله چې دا ترتیب شي.

د سعدیه معاش غیر منظم او ټیټ دی، په څلورو میاشتو کې هغې ته یوازې یو ځل معاش ورکړل شوي دي، د اقتصادي ننګونو سره د مبارزې او د خپلې کورنۍ د نه ملاتړ کولو سره، سعدیه افغان وتنس ته وايي چې هغه د خپل ژوند په اړه ویره لري، حتی د طالبانو واک ته د رسیدو دمخه یې له ګواښونو سره مخ او اخطارونه یې ترلاسه کړي دي، سعدیه وايي تر بل هر وخت ډېره وېره لري او حتی د نا معلومو شمېرو د ګواښونو له امله یې څو ځلې خپل د تلیفون شمېره بدله کړې ده.

نوموړې وايي طالبانو په سلګونو مجرمان له زندانونو ازاد کړي دي چې دوسيې يې زما همکارانو او ما اداره کړې دي، سعديه د خپل ځان د خوندي کولو په موخه له خپل کور څخه کډه کړې ده، هغه افغان وتنس ته وايي چې ترسو اړتيا نه وي نو له كور نه نه راوځي. او كه له کور نه ووځي او که داسې وکړي نو د مخ پټولو لپاره نقاب اغوندي او خپل هويت پټوي.

له هغه وخته چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې د ویستلو هڅې پیل شوې، ځینې زیان منونکې ښځې لکه پخوانۍ خبریالانې، فعالانې، حکومتي کارکوونکي او قاضیان نورو هېوادونو ته کډه شوي دي. خو سعدیه وايي چې یوازې یو کم شمېر ښځینه څارنوالانې او مدافع وکیلان توانېدلي چې له افغانستانه ووځي، هغه افغان وتنس ته وايي چې هغې د خپل پخواني ګمارونكي او د یوې نړیوالې نادولتي موسسې سره اړیکه نیولې، او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د هغې په ایستلو کې مرسته وکړي، هغه وايي هغوی رد کړل او ویې ویل چې دوی کولی شي یوازې خپل اوسني کارمندان وباسي.

سعدیه د خپل مسلک په اوږدو کې له ښځو سره مرسته کړې ده، اوس هغه په ​​داسې ټولنه کې ژوند کوي چې حتی د ښځو اساسي حقونه هم محدود دي او راتلونکی تیاره ښکاري، هغې افغان وتنس ته وویل که څه هم له وېرې بې وزلۍ او نا امیدۍ سره ژوند کوي، خو هیله منه ده چې نړیواله ټولنه او د ښځو د حقونو ډلې به له هغې او نورو هغو مېرمنو سره چې له خطر سره مخامخ دي له افغانستانه بهر خوندي ځای ته کډه کولو کې مرسته وکړي.

Share Article